د پنځمې ناحیې مسئولانو یو خل بیا ښاري بې نظمۍ وڅارلې او په پلو لارو او سړکونو کې یې شته خنډونه لمنځه یوړل. د یاد عملیاتو په لړ کې هغه ګرځنده کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي چې د لارې د بندیدو سبب ګرځیدل او عام ملکیتونه یې غصب کړي وو پاک شول. یو ځل بیا د قمبر څلورلارې فعالیت کوونکو ته خبر ورکړل شو څو خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي کنه ورسره جدي قانوني چلند کیږي. د عملیاتو په لړ کې دیر شمیر هټۍ د سرغړونې له امله مهرولاک شوې. ښاري نظم د ټولنې جدي اړتیا ده، چې په دوامداره توګه به ترې څارنه وشي.
په قمبر څلورلارې سیمه کې له ښاري نظم څارنه وشوه
18 حمل 1401