د ترافیکي غوره نظم په موخه د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ ریاست له لوري په برکي څلورلارې کې ترافیکي څراغونه فعال شول. یاد څراغونه د تخنیکي ستونزو له امله موده کیده غیر فعال وو، چې سوخیدلې ګروپونه بدل شول او د لینونو تخنیکي ستونزه یې حل شوه. کابل ښاروالي پلان لري څو د ښار د
۳۴ څلورلارو ترافیکي سیسټم تنظیم وکړي او په مجهزو سګنالونو او ترافیکي څراغونو یې سمبال کړي.