د بیو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د لسمې ناحیې بیلابیلې برخې د نرخنامې د څرنګوالي په موخه و ارزولې. دوی دغه راز هلته له نانواییو او د لومړنیو خوراکي توکو له هټیو، سوپر مارکیټونو، فصابیو او نورو اصنافو له فعالیتونو هم څارنه وکړه او په اړوند یې یو شمیر سپارښتنې وکړې. د بیو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کیسیون څارنې په ټولو ناحیو کې په جدي توګه روانې دي.
د لسمې ناحیې په بازارونو کې د توکو له بیو څارنه وشوه
24 حمل 1401