الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا د کابل ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل

24 حمل 1401

 د اولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا د غوره کړنو ترسره کولو له لامله د ښاریانو په استازیتوب، د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالباري او کارکوونکو، د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني، د څلورمې ناحیې د رئیس سیدحمد هاشمی، د یولسمې ناحیې د رئیس قاري ذبیح الله، د پنځلسمې ناحیې د رئیس عبدالبصیر اخندزاده او د اړوند امینتي حوزې یو شمیر مسئولانو وستایل. د یادې ناحیې ښاریانو ژمنه وکړه چې د کابل ښاروالۍ د پلانونو او پروګرامونو په پلي کیدو کې به مرسته کوي او د ګډون فرهنګ به غښتلی کوي. د ښاري تاسیساتو د ساتنې، د کثافاتو د غوره مدیریت، د زرغونو سیمو د ډیریدو، د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم، د عوایدو راټولولو، له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي او له غصب د ځمکو د مخنیوي په برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستي فعالیتونه د یادونې وړ دي او دوی له امله د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل.