الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پاتې عمراني پروژو کارونه له سره پیلیږي

24 حمل 1401

په همدې موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د بیلابیلو څانګو فعالیتونه و ارزول او ویې ویل چې د محدودیتونو له لیرې کیدو وروسته به د عمراني پروژو کارونه له سره پیل شي. کابل ښاروال د پروژو پر وړاندې د ستونزو تر اوریدو وروسته د پروژو د پاتې کارونو پر بشپړولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د کارونو پر چکټیا او د وخت په نه تیرولو ټینګار وکړ. کابل ښاروالۍ د پخوانیو پروژو د پاتې کارونو بشپړولو سربیره یو شمیر نوې ټولګټې پروژې هم پلان کړې دي چې یو پر بل پسې به پلې شي.