له احتکار څخه د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمیسیون له لوري د میرویس میدان ( کوټه سنګي) او دشت برچي سیمې په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق څارنه وشوه. د توکو او نرخونو د کمولو په برخه کې پلورونکو او سوداګرو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې، څو لومړني خوراکي توکي له نرخنامې سره برابر بازار ته وړاندې کړي. د څارنو په لړ کې یو شمیر سرغړونکي چې توکي یې قیمته خرڅول له ښاري اصولو سره برابر ورته سپارښتنه شوه او د یو شمیر نورو یې فعالیتونه مهرولاک شول. د کابل ښاروالۍ رهبري هڅه کوي څو ښاریان په ښه کیفت او مناسب قیمت د کابل له بازارونو خوراکي توکي ترلاسه کړي.
د کابل ښار د غرب زون په بازارونو کې د نرخنامې له څرنګوالي څارنه وشوه
23 حمل 1401