د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ژوبڼ تفریح ځای کې د آسانتیاو پر رامنځته کولو ټینګار وشو

31 حمل 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور د کابل ژوبڼ تفریح ځای د مسئولانو وروستۍ کړنې او هلته د نندارچیانو لپاره شته آسانتیاوې او خدمتونه و ارزول. نوموړي ټینګار وکړ چې په دې تفریحي ځای کې باید ډیرې آسانتیاوې رامنځته شي او مسئولانو ته یې په دې برخه کې د ډیرو او ریښتینو هڅو سپارښتنه وکړه. ښاغلي منصور زیاته کړه چې په دې ځای کې باید د تفریح د فرهنګ او ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ډیرې هڅې او کار وشي، له مراجعینو سره د اخلاق په پام کې ونیول شي، غوره ټولنیز او تفریحي چاپیریال دې رامنځته شي او د اسلامي لارښوونو په پام کې نیولو ته دې جدي پاملرنه وشي.