د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ښاریانو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو هرکلی او ملاتړ وکړ

30 حمل 1401

په څلورمه ناحیه کې د ښاري ستونزو د حل، د مسئولیتونو پیژندلو او حل لارو په موخه د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروګرام پرمهال ښاریانو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ. د خبرو اترو په دې پروګرام کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د استخباراتو ریاست مرستیال مولوی رحمت الله نجیب، د امنیه قوماندانۍ او امنیتي حوزرو استازو، مشرانو،و سپین ږیرو او د بیلابیلو ناحیو د ګذر وکیلانو ګډون کړی وو او ټولو د همکارۍ روحیې د پیاوړتیا او همکارۍ په برخه کې ژمنه وکړه. ګډونوالو وویل چې اړینه ده مسئولانو د خلکو پر ځای غوښتنو او نظرونو په کتو خپل پروګرامونه پر مخ یوسي او د دوی له غوره وړاندېزونو ګټه پورته کړي. د کابل ښاروالۍ پروګرامونه د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو پلان او پلي کیږي، څو په دې توګه د خلکو او مسئولانو ترمنځ واټن له منځه لاړ شي او له بل لوري ټول د ښار پر وړاندې خپل مسئولیت وپيژني. که خلک په ښاري نظم او د قانون په پلي کیدو کې له مسئولانو سره همکاري وي، کولای شو په ژوند کې غوره آسانتیاوې تجربه کړو.