د نوې مقررې له مخې د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام د پنځمې ناحیې د ۲۱ ګذر لپاره د ټاکل شوي هیات په شتون کې ښاغلي عبدالبصیر وکولای شول د سیمې د ډیر شمیر خلکو د رایې په ترلاسه کولو سره د یادې ګذر څوکۍ د دریو کلونو لپاره وګتي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.
د پنځمې ناحیې د ۲۱ ګذر لپاره وکیل وټاکل شو
30 حمل 1401