الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له یوه روسي شرکت سره له کثافاتو د بیا ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وشوې

29 حمل 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له تولیدي کثافاتو د بیا ګټې اخیستنې او مدیریت په موخه د یوه روسي خصوصي شرکت له استازو سره بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال په خاک جبار ولسوالۍ ګزک سیمه کې د کثافاتو خښولو او مدیریت په اړه خبرې وکړې او د ګزک سیمې د وضعیت غوره کیدو او هلته د خصوصي سکټور له لوري د پانګې اچونې په برخه کې یې د یاد شرکت له استازو سره بحث او خبرې اترې وکړې. نوموړي وویل چې له تخنیکي مطالعاتو وروسته به د کثافاتو د مدیریت او بیا ګټې اخیستنې په برخه کې اقدام وشي. د یاد روسي خصوصي شرکت استازو هیله څرګنده کړه څو په ګزک سیمه او د کابل په نورو زونونو کې به د کثافاتو د مدیریت او بیا ګټې اخیستنې په برخه کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ سره شریک کړل چې له ارزونې وروسته به یې په اړه اقدام وشي.