دا مدیریت ۷ عرادې امبولانسونه لري، او هره ورځ په رسمي او غیر رسمي ورځو کې د سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۶ بجو چوپړتیاوې وړاندې کوي. د کلتوري ریاست د نورو څانګو په ګډون یاد مدیریت هم د په دوامداره توګه خپل فعالیتونه وړاندې کوي او په وروستیو د کابل ښاروالۍ کلتوري چارو غوره بدلون موندلی دی. یاد مدیریت په ښار کې د جنازو د لیږد له امله ۱۰۰۰ افغانۍ او د کابل ښاروالۍ ولسوالیو ته بیا ۲۰۰۰ افغانۍ کرایه اخلي. د اړتیا پر وخت کې تاسو کولای شئ په سرسبزي څلورلارې کې د تنظیف ریاست ته مراجعه وکړئ.
د جنازو د ترانسپورتي تنظیم مدیریت د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په چوکاټ کې ګرانو هیوادوالو ته عامه خدمتونه وړاندې کوي.
28 حمل 1401