د نوې مقررې له مخې د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږي چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام د ۱۳ مې ناحیې د د ۴۷ ګذر لپاره د ټاکل شوي هیات په شتون کې محمد هاشم عرفاني وکولای شول د سیمې د خلکو د۴۹۳ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر څوکۍ د دریو کلونو لپاره وګتي. ګذر وکیل د ښاروالیو قانون د ۵۴ او د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې د ۱۳ مادې پر بنسټ د ورکړل شویو مسئولیتونو له مخې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي. د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.
د دیارلسمې ناحیې د ۴۷ ګذر لپاره وکیل وټاکل شو
7 ثور 1401