الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شول

7 ثور 1401

د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې په امنیت ښارګوټي کې د څلورم او پنځم فرعي سړک د رغونې چارې بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شول. یاد سړکونه په پخه او بنسټیزه توګه د ۸۴۲ مترو په ټولیز اوږدوالي او ۷ متره پراخوالي د اوبو لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په دریو میاشتو کې جوړ شوي دي. یاد سړکونه امنیت ښارګوټی له افغان ښارګوټي سره نښلوي او په جوړیدو سره به یې د تګ راتګ لپاره د آسانتیاو رامنځته کیدو سربیره ډیر شمیر چاپیریالي ستونزې حل شي او خلک به نور د ژمي په موسم کې د خټو له امله له رامنځته کیدونکو ستونزو په امن کې شي.