د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست د څارنو په لړ کې له ۱۸۱ مالګدامونو، سرایونو، سوپرمارکیټونو او هټیو څخه ۳۰۵۷۰ کیلو ګرامه خوراکي، روغتیايي او د څښاک تیروخته او بې کیفیته مواد راټول او د ټاکل شوي هیات په شتون کې له ښاره د باندې ولیږدول شول او لمنځه یوړل شول. کابل ښاروالي د دې سربیره د توکو صحي وضعیت ارزوي د خوراکي موادو له کیفیت څخه هم د ښاریانو د روغتیا په موخه څارنه کوي. ښاریان باید د پیر او پلور پر وخت د توکو کیفیت او نیټې ته جدي پاملرنه وکړي.
۳۰۵۷۰ کیلو ګرامه تیر وخته خوراکي توکي راټول او لمنځه یوړل شول
7 ثور 1401