د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسو ناحیو له ځوانانو او مسئولانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

7 ثور 1401

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري  د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ، د ۱، ۲، ۳، ۴، ۵ ،۶، ۷ ۹، ۱۰، ۱۱  او ۱۳ ناحیې له ځوانانو او مسئولانو سره د غوره سیمه ایزې حکومتوالی په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې ځوانان د ټولنې د ځواکمنې برخې په توګه د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې غوره رول لوبولی شي او له دوی یې وغوښتل څو د خپلې ناحیې په کچه شته ستونزې په ګوته او پر وخت یې له مسئولانو سره د حل په موخه شریکې کړي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا د غونډې موخه د ځوانانو او مسئولانو ترمنځ دغوره همغږۍ رامنځته کول وبلل. د ناحیو ځوانانو په نیغه توګه خپلې ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړي او د حل په موخه یې د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړه. دوی ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره د ملاتړو په توګه په ټولو برخو کې همکاري کوي. د یادونې وړ ده چې تر اوسه د بیلابیلو ناحیو له ځوانانو سره دا ډول غونډې ترسره شوې دي چې غوره پایلې یې درلودې او دا لړۍ روانه ده.