کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کار، ساتنې او مراقبت ریاست او د پروګرامونو او پروژو ریاست ته لارښونه وکړه، د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د کابل ښار د مرکزي واټونو د کرښو اچولو کار پیل کړي. په دې کار کې له پرمختللو ماشینونو کار اخیستل کیږي او کرښې اچول په خورا دقت سره د ماشینونو په وسیله ترسره کیږي. په یادو کرښو اچولو کې د متصل، منقطع، او ترافیکي نښې شاملې دي. کرښې او نښې په ترافیکي نظم کې ښه والی را ولي او د ترافیکي مدیریت لپاره ګټورې تمامیږي.
د ښار په کچه د مرکزي واټونو کرښې اچول پیل کیږي
3 ثور 1401