د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ یا د چهاردهي د شهیدانو په څلورلارې کې د کابل ښاروالۍ د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري د یوه اسلامي او تاریخي سمبول جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. په یادو مراسمو کې د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، د پنځمې ناحیې رئیس مولوي صلاح الدین بلوچ ، یو شمیر مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی وو او ټولو د تاریخي ارزښتونو پر ساتلو ټینګار وکړ. یاد تاریخي او اسلامي سمبول د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د تاریخي او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په موخه ډیزاین شوی، چې په بنسټیزه توګه به جوړ شي.
د یوه اسلامي او تاریخي سمبول جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
1 ثور 1401