د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو

1 ثور 1401

په تنظیفي چارو کې د وروسته پاتي والي د جبران او د ښاري پاکۍ په موخه نن د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو. په یاد حشر کې  د تخنیکم، عمران ښوونځي، غازي ادې، د روسیې سفارت له شاتنۍ برخې، بریشنا کوټ، مقیم پله او له یو شمیر نورو سیمو د کثافاتو هغه غونډځایونه چې کلونه کیدل انبار شوي وو پاک او له ښاره د باندې ولیږدول شول. د اوومې ناحیې رئیس دا ډول حشرونه د ښار د پاکۍ او صفایۍ لپاره مهم وبلل او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل څو د ښار پاکۍ ته جدي پاملرنه وکړي او له کابل ښاروالۍ د کثافاتو د مدیریت او لیږد په برخه کې همکار و اوسي. نوموړي وویل چې موږ ژمن یو د کابل ښار په کچه کثافاتو ته رسیدنه وکړو، خو په دې برخه کې د ښاریانو جدي همکاري احساس کیږي. ورته مهال د اوومې ناحیې یو تن د ګذر وکیل په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له زیارکښو پرسونلو مننه وکړه چې شپه ورځ د ښار د پاکۍ لپاره هڅې کوي. په یاد حشر کې د تنظیف ریاست پرسونلو او د یاد ریاست ډیر شمیر لوړ او ټیټ ولټاژ لرونکو ماشینونو او د لیږد وسایلو برخه برخه اخیستي وه او راټول شوي کثافات یې له ښاره د باندې ولیږدول.