کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دولسمې ناحیې د بازارونو وضعیت و ارزاوه. نوموړي دغه راز د الوخیلو په سیمه کې د کرکټ لوبغالي شاوخوا د ناقانونه رغونو سیمه ولیده او لارښونه یې وکړه څو هلته شته ټولنیزې او چاپیریالي ستونزې حل شي. کابل ښاروال دغه راز مسئولانو ته یو شمیر لارښونې وکړې چې د پام نیولو له امله به یې لویو عمراني او د ښاري پراختیا پروژو پلي کیدو او ټولنیزو، اقتصادي ، فرهنګي او لوبیزي آسانتياو رامنځته کیدو ته زمینه برابره شي
کابل ښاروال د دولسمې ناحیې اوسنۍ وضعیت و ارزاوه
1 ثور 1401