د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو نوی رئیس معرفي شو

31 حمل 1401

ښاغلی فضل عمر اجمل په لومړی بست کې د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو د نوي رئیس په توګه په دنده ګمارل شو او نن د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مولوي عبدالقدیر حقاني له لوري همکارانو ته ور وپیژندل شو. د کابل ښاروالۍ د دفتر رئیس وویل چې، د نوي رئیس په پیژندلو سره به اداري او تشکیلاتي برخه غښتلې شي او ټینګار یې وکړ چې د همکارۍ د پیاوړتیا په له روحیې سره دې ټول په ګده کار وکړي. ښاغلی اجمل په حقوقو او سیاسي علومو کې لوړې زده کړې لري او د دې سربیره په مدیریتي برخو کې لس کلنه تجربه لري، چې په وروستیو کې یې هم د کابل ښاروالۍ د دفتر رئیس د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.