د ښار د پاکۍ او صفایۍ او په ښاري مدیریت کې د ښاریانو د ګډون په موخه دا ځل د دولسمې ناحیې د اوسیدونکو او ځوانانو په ګډون د احمدشاه بابا مینې په دویمه پروژه او ورڅیرمه سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو او یادې سیمې له بنسټیزه توګه پاکې شوې. کابل ښاروالي د ښار په پاکۍ کې د یادې ناحیې له اوسیدونکو مننه کوي او دا نیک کار یې ستايي. هیله ده څو د یادې ناحیې ښاریان د سړک پر غاړو، پلو لارو او زرغونو سیمو کې د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي، څو د ناروغیو له خپریدو مخنیوی وشي. د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو کې د ښار د پاکۍ او صفایۍ لپاره چارې روانې دي او له ښاریانو هیله کیږي څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ همکار و اوسئ.
په دولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو
31 حمل 1401