له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته په معیاري توګه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري نادریې لیسې ته غځیدلی ۳۰۰ متره سړک بیا ورغول شو. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست مرستیال قاري خیرمحمد خیرخواه وویل چې یاد سړک د بیارغولو وړتیا درلوده او د ښار نور سړکونه به هم شته سرچینو ته په کتو ورغول شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې ښاریان په یاد سړک له دې وروسته ناقانونه فعالیتونه لکه موټر مینځل نه ترسره کوي او په دې توګه بیا د سړک د نړیدو سبب ونه ګرځي.
نادریې لیسې ته د غځیدلي سړک داغونه ونیول شول
29 ثور 1401