د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کمپنۍ چوک کې (بیت المقدس) ته ورته اسلامي بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

29 ثور 1401

د څلورلارو د ښکلا او د ارزښتونو د ساتلو په موخه د کمپنۍ په چوک ( د پغمان او چهاردهي) څلورلاره کې بیت المقدس ته ورته اسلامي بڼه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د اسلامي امارت د مشرانو، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او ډیر شمیر ښاریانو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په یادو مراسمو کې کابل ښاروال د کلتوري چارو د مسئولانو د هڅونې سرسبیره د یادې بڼې په اړه وویل چې، کابل ښاروالي د تاریخي، فرهنګي او دیني ارزښتونو د ساتلو په موخه د کابل ښار په کچه یو شمیر بڼې او پروګرامونه ترلاسه لاندې نیولي دي، چې په بیلابیلو پړاونو کې به جوړې شي. نوموړي وویل چې موخه له دې بڼو دا ده څو کابل ښار خپله اصلي افغاني او اسلامي بڼه ترلاسه کړي او د ښار په ښکلا کې غوره بدلون راشي. یاده بڼه د اسلامي او تاریخي ارزښتونو د ساتلو او د فرهنګي میراثونو د بډاینې په موخه په ۱۷ متره اوږدوالي او پراخوالي او ۹ متره لوړوالي طرحه او ډیزاین شوې ده او په یو وخت د ۱۷۹ تنو لمونځ کوونکو وړتیا لري. دا بڼه په بنسټیزه توګه د کابل ښاروالۍ له لوري له دوه میاشتو په کمه موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.