د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د یو کیلو متر په اوږدوالي، ۷۰ سانتي متر پراخوالي او ۱۵۰ سانتي متر ژوروالي د سه راهی علاوالدین کانال په پاکولو کار پیل شو. له بده مرغه یاد کانال د یو شمیر ښاریانو د نه پاملرنې او کثافاتو غورځولو له امله بند شوی وو.
د علاوالدین کانال په پاکولو کار پیل شو
29 ثور 1401