الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په رهبرۍ په استقلال عالي لیسه کې د ښاري فرهنګ د ترویج او ودې په موخه د عامه پوهاوي لومړی پروګرام ترسره شو.

29 ثور 1401

نن د غوایي په ۲۷ نیټه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ په ګډون په استقلال عالي لیسه کې د ښاري فرهنګ د ترویج او ودې په موخه د عامه پوهاوي لومړی لوی پروګرام ترسره شو, په یاد پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د علمي او کلتوري چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور, د پروګرام ګډونوالو ته د عامه پوهاوي په اړه خبرې وکړې. په یاد پروګرام کې د علمي او کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد, دکابل ښاروالۍ د نشراتو ریاست رئیس نعمت الله بارکزي استادانو او شاګردانو ګډون درلود چې د ښاري فرهنګ او ترویج په اړه خبرې وشوې. همدارنګه د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه اړیکو رئيس محترم نعمت الله بارکزي د پروګرام ګډونولو ته د عامه پوهاوي په اړه معلومات وړاندې کړل. په یاد پروګرام کې دیني تفریحي او ادبې برنامو شتون درلود, او د پروګرام په آخر کې مولوي حبیب الرحمن منصور د نیالګیو کینولو په ایښودلو سره یاد پروګرام پای ته ورسوو.