الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ۱،۷ کیلومتره نښلونکي سړک د استملاک چارې پیل شوې

27 ثور 1401

د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مینې د ب او جیم سیمې د نښلونکي ۱،۷ کیلو متره سړک د استملاک چارې پیل شوې او د یاد سړک پر وړاندې د پرتو خنډونو په لمنځه وړلو کار پیل شو. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین وویل چې د یاد سړک د رغونې چارې په تیر کې د زورواکانو د مخالفت له امله ځنډیدلې وې او ټاکل شوې ده تر استملاک چارو وروسته یې د رغونې چارې پیل او د روان کال تر پایه به بشپړې شي. د پنځمې ناحیې د تخنیکي او ښاري پراختیا آمر انجینر وحیدالله احمدزی وايي په دې سیمه تر ۱۳۰ کورونه چې د سړک پر وړاندې خنډ ګرځیدلي دي نړول کیږي او هغوی چې د ملکیت قانوني اسناد لري استملاکي حقوق ورکول کیږي.