الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړسمې ناحیې د ۲۳ ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې

27 ثور 1401

د نوې مقررې له مخې د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږي چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام د شپاړسمې  ناحیې د  ۲۳ ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې د ټاکل شوي هیات په شتون کې حاجي محمد اصیل د سیمې د خلکو د۴۸۲ رایو  پر بنسټ د یاد ګذر لپاره د دریو کلونو مودې لپاره وکیل وټاکل شو. ګذر وکیل د ښاروالیو قانون د ۵۴ او د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې د ۱۳ مادې پر بنسټ د ورکړل شویو مسئولیتونو له مخې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي. د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.