غوره ښاري او ترانسپورتي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه تر کابل سیند د بګرامیو نساجۍ سړک د پاتې برخې د ساختمان جوړولو کار پیل شو. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل چې یاد سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په د ښاري آسانتیاو د پراختیا په موخه جوړیږي او کابل ښاروالي پلان لري څو د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې دا ډول نورې ټولګټې او زیربنايي پروژې هم پلې کړي. یاد سړک د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰،۵ متره پراخوالي په بنسټیزه توګه جوړیږي چې ورسره به غوره چاپیریالي او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.
تر کابل سیند د بګرامیو نساجۍ سړک د سړک پاتې چارې پیل شوې
25 ثور 1401