الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له سړک څخه په سړکونو د کرښو اچولو کار پیل شو

25 ثور 1401

د ترافیکي سیسټم د پراختیا او ودې په موخه په سړکونو د کرښو اچولو کار نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په ګډون نن د غوايي په ۲۵ نیټه د هوايي ډګر له سړک پیل شو. کابل ښاروال د یادې پروژې د پرانستې په مراسم یاده پروژه د ترانسپورتي او ترافیکي برخې د ودې په برخه کې مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې یاده پروژه د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې د ټولټار ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت  او د ترافیکي چارو د همغږۍ ریاستونو له لوري پلې کیږي. په سړکونو واټونو د کرښو اچولو په کار کې متصل، منقطع او ترافیکي نشې شاملې دي. په سړکونو کرښې اچول او ترافیکي نښې د ترافیکي جریان لپاره ګټورې دي او ورسره په ترافیکي جریان کې غوره والی راځي.