د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له تخنیکي ریاستونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

24 ثور 1401

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت، استملاک، پلان پالیسي او یو شمیر نورو ریاستونو له مسئولانو د ستونزو پیژندلو او ورته د حل لارو چارو موندلو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په پیل کې د ګډون کوونکو ریاستونو مسئولانو، د حل په موخه خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د پروژو په پلي کولو او تخنیکي برخو کې د مسئولانو ستونزې واوریدې او دوی ته په یو شمیر برخو کې اړینې لارښونې وکړې. نوموړي وویل چې تخنیکي ریاستونه باید تر پخوا ښه د عمراني او ټولګټو پروژو پلي کولو ته آماده و اوسي، څو په دې توګه له پروژو د ښاریانو رضایت ترلاسه شي. مسئولانو کابل ښاروال ته ډاډ ورکړ چې د ۱۴۰۱ کال پلان شوې پروژې به په پوره دقت او چټکۍ سره په معیاري توګه پلې کړي.