کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې د ښاري خدمتونو مرستیال محمد خالد سجستاني یې ملتیا کوله له شهرنو پارک لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ څو د یاد پارک زرغونې سیمې پراخې شي او له یاد پارک دوامداره ساتنه وشي. نوموړي مسئولانو ته د روږدو کسانو د لیږد او ګرځنده کراچیو د تنظیم په موخه یو شمیر لارښونې وکړې. کابل ښاروال د شهرنو پارک ساتنه جدي اړتیا وبلله او زیاته کړه چې دا ځای باید په غوره تفریحي سیمې بدل شي. د شهرنو پارک ټولټال ۹۲۳۴۸ متر مربع پراخوالی لري او د کابل ښار یو له مهمو پارکونو بلل کیږي.
کابل ښاروال د شهرنو پارک د زرغونو سیمو پر پراختیا ټینګار وکړ
3 جوزا 1401