د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په رحمان مینه کې د ۲۰۰ فامیلو پارک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو

2 جوزا 1401

د اتمې ناحیې اړوند په رحمان مینه کې د ۲۰۰ فامیلو پارک د رغولو چارې بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري په داسې حال کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستانی، دناحیو او مرکزي ریاستونو رئیسانو ګډون درلود د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. کابل ښاروال د یاد پارک په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه چې څه موده وړاندې د یاد پارک ۵ جریبه ځمکه تر غصب لاندې وه، چې له غاصبینو پاکه شوه او په یوه ښایسته سیمه بدل شو. نوموړي د یاد پارک د ساتلو په اړه وویل چې د دې پارک اصلي مالکان د سیمې اوسیدونکي دي او باید ساتلو ته یې هم پاملرنه وکړي، ځکه په وینا یې کابل ښاروالي یوازې نشي کولای زرغونې سیمې د خلکو له همکارۍ پرته وساتي. یاد پارک د پلو لارو او کټارو ،۵۰۰۰ متر مربع سیمې چمن ، ۴۰۰ مرسل ګلانو او ۵۰۰ نیالګیو په ګډون په معیاري توګه جوړ شوی دی. د یادونې وړ ده چې غاصبانو په بیلابیلو بهانو د یاد پارک ځمکه غصب کړې وه او له هغه یې شخصي ګټه پورته کوله. کابل ښاروالۍ د غاصبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړ او هلته شته ناقانونه تاسیسات یې لمنځه یوړل او اوس مهال یاده سیمه د یوه تفریحي ځای په توګه د ټولو ښاریانو په خدمت کې دی.