د نن ورځې موضوع: په جنت او دوزخ ایمان
جنت او دوزخ هغه ځایونه دی چې ضرور به ورځو او دا دوه ځایونه د انسانانو تلپاتې کورونه دي. جنت د نعمتونو ځای دی چې د الله ج نیکو بندګانو او د پیغمبر ص خواخوږو امتیانو ته جوړ شوی دی، په جنت کې داسې نعمتونه دي چې سترګو تر اوسه نه دي لیدلي، غوږونو نه دي اوریدلي او په زړونو کې هم نه دي راتیر شوي. دوزخ بیا هغه ځای دی چې الله د کافرانو، ظالمانو او نافرمانه بندګانو لپاره پیدا کړی دی، په دوزخ کې بیلابیل داسې عذابونه دي چې د انسان له فکر نه لوړ دي. دوزخ بیا څو پوړونه لري چې د بدو اعمالو د اندازې له مخې توپیر کوي. تنها الله ج به همه چیز عالم است یوازې الله ج په هغه څه عالم دی پنځه هغه شیان چې انسانان ورباندې نه پوهیږي په لاندې ډول دي:
1)د قیامت د ورځې راتګ
2)د بارانونو او اسماني نعمتونو ورښت
3)د حامله موجوداتو له رحم ناخبري( له نرتوب او ښځیتوب څخه یې)
4)د راتلونکو او غایبو پیښو له پښیدو
5)د مرګ له څرنګوالي او نیټې خبریدل