د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي نوی رئیس معرفي شو

7 جوزا 1401

د چارو د غوره او پر وخت ترسره کیدو په موخه ښاغلی قاري واسع الله زاهد د پخواني رئیس نعمت الله بارکزي پر ځای په لومړي بست کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي د نوي سرپرست رئیس توګه وټاکل شو او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مشر حافظ عبدالقدیر حقاني د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د کارکوونکو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې نوی سرپرست رئیس قاري واسع الله زاهد مسلکي او ژمن کس دی او په ټاکل کیدو سره به یې د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو او اړتیا ده څو د خپرونو او عامه ریاست د کابل ښاروالۍ د کړنو هینداره او د اطلاع رسونې په غوره سرچینه بدل شي. نوي سرپرست ژمنه وکړه چې د خپرونو او عامه پوهاوي په برخه کې به له خپلو څو کلنو تجربو څخه په ګټې اخیستنې او د همکارۍ د پیاوړې روحیې له مخې به خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي او هڅه به کوي څو له کابل ښار څخه خلکو ته روڼ او ښایسته انځور وړاندې کړي. د یادونې وړه چې ښاغلی زاهد له یوې مجاهدې او پتمنې کورنۍ څخه دی، د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او په تحصیلي بنسټونو کې د  تدریس ترڅنګ په رسنیزه برخه کې ۹ کلنه تجربه لري.