
کابل ښاروالي په ۱۷ ناحیه کې د حاجي ابراهیم په نامه هغه شخص باندې چې په پخپل سر یې ۱۶ ونې پرې کړې وې، قانون پلی کوي. د اولسمې ناحیې رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ وویل د ونو پریکول لویه ښاري سرغړونه ده او د قانون له مخې دا ډول کسان د تادیب او جزا مستحق دي. د ښار جوړونې او ځمکو قانون د آتلسمې مادې پنځمې فقرې له مخې دا ډول سرغړونکي په نغدي جریمه چې له اصلي حالت سره محاسبه کیږي مکلف دي. زرغونې سیمې او ونې د انسان په ژوند کې له خورا ارزښت برخمې دي، ښاریان یې باید په ساتنه او پالنه کې مرسته وکړي، کنه له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي


