الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه له یو شمیر ښاریانو سره وکتل

4 جوزا 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري ستونزو او اړتیاو پیژندلو په موخه د یادې ادارې له یو شمیر مراجعینو سره وکتل. نوموړي زیاته کړه چې د ښاریانو اړتیاو او غوښتنو ته په کتو د یادې ادارې مسئولان خدمت کولو ته چمتو دي او په دې برخه کې ورته د مسئولانو ناغیړي او وظیفوي غفلت د منلو وړ نه دی. کابل ښاروال دغه راز وویل چې د ښاریانو له غوره نظرونو او وړاندیزونو د پروګرامونو په پلي کولو کې کار اخلي، څو ورسره د خلکو ټولنیزې او چاپیریالي ستونزې حل شي. نوموړي دغه راز وویل چې ښاري ستونزې د ښاریانو په ګډون سره حل کیدی شي او اړینه ده ټول ښاریان د ښار پر وړاندې خپل فردي او ټولنیز مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. کابل ښاروال وویل چې د خدمت کولو په برخه کې یې هڅې ریښتینې دي، څو په توګه د خلکو رضایت ترلاسه شي.