د ښاري او پراختیايي پلانونو د ښه پلي کیدو په موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ۱۹ مې ناحیې له بیلابیلو سیمو لیدنه وکړه. کابل ښاروال د زیربنايي او پراختیايي پلانونو په ترتیبولو ټینګار وکړ او له ښاري سیمو د غوره ګټې اخیستنې، له ښاري سرغړونو د مخنیوي، د زرغونتیا او تنظیفي خدمتونو د وړاندې کولو، له ملکیتونو د غوره ګټې اخیستنې، غوره پانګې اچونې او په لیرې پرتو ناحیو کې د برابرې پراختیا د پام کې نیولو په اړه یې مسئولانو یو شمیر ځانګړې سپارښتنې وکړې.
کابل ښاروال د ۱۹ مې ناحیې له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه ه
4 جوزا 1401