الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د کابل ښاروال لیدنه

17 جوزا 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د غبرګولي په ۱۶ مه له غرمې وروسته په کابل کې د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جیهاد ارګین آی سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لورو، په تلپاتې دوستۍ ، د ترکیې په مرستو او په تنظیفي او زرغونتیا برخو کې د شته ستونزو پرحل بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د نویو زیربناو جوړولو، ښاري مدیریت، غوره تنظیفي خدمتونو او زرغونتیا برخو کې د ترکیې له هیواد د مرستې غوښتنه وکړه. ورته مهال ښاغلی ارګین آی له کابل سره د ترکیې هیواد د دوامداره مرستو په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده څو په راتلونکې کې د ترکیې او کابل ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او غوره ښاري پروژې پلې شي. ترکیه د یوه اسلامي هیواد په توګه له کابل سره نیکې تاریخي، سیاسي، فرهنګي ، نظامي او اقتصادي اړیکې لري.