د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څارویو پلورلو لپاره د ځای ټاکلو او د قربانۍ له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو د مدیریت په اړه غونډه ترسره شوه

15 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ د څاوریو د پلور او په ۲۲ ګونو ناحیو کې د اختر په ورځو کې د قربانیو له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو د مدیریت په موخه د یو شمیر مرکزي ریاستونو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال تر بحثونو وروسته څرګنده کړه چې، ناحیې دې له مرکزي ریاستونو سره په همغږۍ، د ښار په پنځو زونونو کې د څاوریو د پلور لپاره د ځانګړو ځایونو ټاکلو او کثافت دانیو د ایښودلو لپاره چمتو و اوسي؛ څو له یوه لوري ښاري تاسیسات زیانمن نشي او له بل لوري د تنظیف ریاست وکولای شي په غوره توګه له قربانیو رامنځته کیدونکي کثافات راټول او له ښاره د باندې و لیږدوي. نوموړي زیاته کړه چې، څاوري پلورونکي دې وپوهول شي، څو په عمومي ځایونو کې د څارویو له پلور ډډه وکړي، ځکه د ښاري تاسیساتو د زیانمنیدو سبب ګرځي.  د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال ټینګار وکړ چې له دې کار څخه دې منظمه او دوامداره څارنه وشي او له سرغړونکو سره دې جدي قانوني چلند وشي. د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالي د اختر په ورځو کې د څاوریو د پلور لپاره په پنځو زونونو کې ځانګړي ځایونه ټاکي، څو له یوه لوري څاروي پلورونکي وکولای شي ډاډه فعالیتونه ترسره کړي،  او له بل لوري هغه ښاریان چې غواړي د قربانۍ لپاره څاروي وپیري، په آسانه توګه یې له نیږدې پتو او ځایونو ترلاسه کړي.