د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د کړنو ارزونه پیل شوه

15 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په داسې حال کې چې د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري یې ملتیا کوله؛ د دویمې ناحیې د ګذر وکیلانو کړنې و ارزولې. د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال د ونو په خړوب، له زرغونو سیمو د ساتنې، له غصب د پلو لارو سړکونو د آزادولو، اړمنو ته د مرستو په ویش او نورو برخو کې د خلکو له خولې د ګذر وکیلانو فعالیتونه او کړنې و ارزولې. نوموړي ټینګار وکړ چې د لایحې له مخې ګذر وکیلان د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیت لري او باید د ښاریانو د ستونزو په هوارولو کې خپل ټولنیز او اخلاقي مسئولیت ادا کړي. د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال زیاته کړه چې، کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه د خلکو ښاري ستونزې حل او مدیریت کړي او باید خلک او ګذر وکیلان په پوره همغږۍ په دې برخه کې لاس په کار شي. نوموړي ځان د خلکو خدمتګار یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاري فرهنګ د ودې او د خلکو د ستونزو په حل کولو کې به بې دریغه هڅې کوي. د ګذر هغه وکیلان چې خلک ترې شکایت لري، په ګذرونو کې یې د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري له سره ټاکنې ترسره کیږي. ټاکل شوې ده د ښار په کچه په ۶۳۳ نورو ګذرونو کې هم د ارزونې چارې ترسره شي. د ګذر وکیلانو یوه دنده د ونو خړوب او ساتنې ته د خلکو هڅول دي، څو د خپلو ملکیتونو مخې ته له ونو په سمه توګه ساتنه وکړي او په دې توګه د ښار پر وړاندې خپل فردي مسئولیت په سمه توګه ادا کړي. د ونو خړوب او له زرغونو سیمو ساتنه د ټولنې د هر وګړي دیني او اخلاقي دنده ده.