د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (AWA) خیریه بنسټ له لوري د زرغونتیا ریاست له ۱۱۰ تنو اړمنو کارکوونکو سره مرسته وشوه

12 جوزا 1401

د ( AWA) خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له ۱۱۰ تنو اړمنو کارکوونکو  سره د یو شمیر لومړنیو خوراکي توکو لکه ( اوړو، وریجو، غوړیو، بورې، دال نخود او شوله یي وریجو مرسته وکړه. دیاد بنسټ مدیر محمد ناصر وویل چې یاده مرسته په آلمان کې د یوه افغان سوداګر او د AWA شرکت د مشر حاجي وحید احمدي له لوري د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له مسئولانو سره په همغږۍ د یاد ریاست له اړمنو کارکوونکو سره شوې ده او دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوی محمد خالد سجستاني د یاد بنسټ له مرستې په مننې وویل چې د زرغونتیا ریاست زیارکښه پرسونل په ډیرو کمو سرچینو او امکاناتو د ښار د ښکلا او سمسورتیا لپاره کوي او اړتیا ده څو له دې ډیر وستایل شي.