د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په مرکزي سیمو کې ښاري نظم څارل کیږي

12 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ، د مارکیټونو د تنظیم او د دویمې ناحیې د ریاستونو له لوري د ده افغانانو، آسمايي واټ، زیر زمینیو په سر، نادر پښتون واټ او فروشګاه په سیمو کې د ښاري نظم لپاره هڅې وشوې او دا کار به د حمایوي او تقویتي پروګرامونو له لارې روان وي. هغه ګرځنده کراچیو ته چې په یادو سیمو کې د سړکونو او پلو لارو د بندیدو سبب ګرځیدې رسیدنه وشوه. په دې لړ کې یو شمیر سرغړونکي اصناف تادیب او جریمه شول او دوی ته وویل شول چې بیا ناقانونه فعالیتونه ونه کړي او د ښاري بې نظمیو سبب ونه ګرځي. دغه راز د لیني موټرو د تم ځایونو د تنظیم لپاره هم ګډې هڅې دوام لري او کابل ښاروالي ژمنتیا لري، څو ښاري قوانین او کړنلارې په سمه توګه عملي کړي او ښاریانو ته ډیر شمیر آسانتیاوې رامنځته کړي.