د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې سلګونو ښاریانو په تنظیفي حشر کې ګډون وکړ

19 جوزا 1401

په لسمه ناحیه کې د یوه تنظیفي حشر په ترڅ کې چې د یادې ناحیې سلګونو اوسیدونکو پکې ګډون کړی وو له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د یادې ناحیې یو شمیر برخې له کثافاتو پاکې شوې او بند لښتي له کثافاتو پاک شول. د یادې ناحیې مسئولان او ښاریان هڅه کوي څو اړوند سیمې له کثافاتو پاکې کړې او دغه راز هغه لښتي چې د کثافاتو له امله بند شوي دي بیرته خلاص کړي او د ښار پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو غواړي څو په تنظیفي حشرونو کې په خپل ګډون سره د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې برخه واخلي او په دې توګه د خپل ژوند د شاوخوا چاپیریال پر وړاندې خپله ایماني، ټولنیزه او اخلاقي دنده ادا کړي. د لسمې ناحیې یوه مسئول وویل چې، هره اونۍ یو ځل په یاده ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره کیږي، څو په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران او راټول شوي کثافات له ښاره د باندې ولیږدول شي.