د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پښتونستان څلورلارې د اوبو فوارې تر بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

19 جوزا 1401

پښتونستان څلورلارې چې د کابل په زړه کې موقعیت لري، یوه له تاریخي څلورلارو څخه ده، چې په وروستیو کې یې یو شمیر برخې نړیدلې او زیانمنې شوې وې او د اوبو فوارې یې غیر فعاله وې. همدې ارزښت ته په کتو د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه د یادې څلورلارې د اوبو فوارې بیا ورغول شوې او نن د ۱۴۴۳ قمري کال د ذوالقعده په ۹ نیټه د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج مولوي سیدعصمت الله عاصم له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروال مرستیال وویل چې، په ښار کې د ښاري ښکلا او بیارغونې پروژو پلي کول دوام لري؛ ځکه ښاري ښکلا کولای شي ښاریانو ته ښه احساس ورکړي. د پښتونستان څلورلارې د بیارغونې په چارو کې د اوبو فوارو د تلې چپس کاري، رنګ، د کټارو او پلو لارو بیارغونه، د اوبو فوارې فعالول او د څلورو خواو تنویر شامل دي. کابل ښاروالي د ټولګټو او زیربنايي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، ژمنتیا لري څو د ښار په بیلابیلو برخو کې ښاري ښکلا رامنځته کړي.