الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مسئولیت منلو فرهنګ را ژوندي کولو په موخه د ګذر وکیلانو کړنې ارزول کیږي

18 جوزا 1401

د ګذر وکیلانو د کړنو ارزولو پر دوام، د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري د دویمې ناحیې له یو شمیر ګذرونو د لیدنې پرمهال ټینګار وکړ، چې ښاریان د خپل ژوند د چاپیریال پر وړاندې فردي او ټولنیز مسئولیت لري او په پلو لارو او سړکونو کې د خنډونو لیرې کولو، د کثافاتو په راټولولو او د زرغونو سیمو او نیالګیو په ساتلو او خړوب کې دې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړي. نوموړي زیاته کړه چې، ګذر وکیلان دغه راز له کابل ښاروالۍ سره د خلکو په همغږۍ او د اړیکو په پیاوړي کولو کې مسئولیت لري او اړینه ده دوی د ښاري فرهنګ د بډاینې، د ښار پر وړاندې د مسئولیت منلو او د ښاري اصولو او قوانینو په نظر کې نیولو ته خلک را وبولي.