د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو او د ښاریانو د رضایت ترلاسه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ شورا اونیزه نوبتي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په یاده غونډه کې په راتلونکو پلانونو، معیاري رغونو، د نویو ټولګټو پروژو په سروې او ډیزاین، د یو شمیر پروژو د اسنادو په پړاونو، د ودانیزو سرغړونو د جدي کنټرول او د زرغونو سیمو د ساتنې په اړه بحث او خبرې وشوې. د غونډې ګډونوالو په پای کې اړینې پریکړې وکړې چې یو پر بل پسې به عملي شي.
د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ نوبتي غونډه ترسره شوه
17 جوزا 1401