له غصب د سیمو بیرته آزادولو او د ناقانونه تاسیساتو د پاکولو پر دوام نن د پنځمې ناحیې مسئولانو د ښوونې او روزنې پوهنتون ته مخامخ د ناقانونه تاسیساتو په پاکولو کار پیل کړ، څو یاده سیمه د ماسټر پلان تطبیق ته برابره شي. هغه ځمکې چې له غصب او ناقانونه تاسیساتو پاکیږي، د کابل ښاروالۍ مسئولان یې دوامداره څارنه کوي او بیا ځل فرصت غوښتونکو ته موقع نه ورکول کیږي، څو له هغه ناوړه او ناقانونه ګټه پورته کړي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون ته مخامخ د ناقانونه تاسیساتو په پاکولو کار پیل شو
17 جوزا 1401