د ۲۲ ناحیې اړوند د بګرامیو په سیمه کې د ټولټال ۷۶۱۹ مترو په اوږدوالي، د دویم بلاک د لومړي، دویم او دریم ګذر د سړکونو په تیږو فرش پروژې کار چې د اوبو لښتي او پلې لارې هم په بر کې نیسي او له ۱۴۰۰ کال څخه ۱۴۰۱ کال ته را لیږدول شوې ده پیل شو. یاده پروژه ټولټال ۲۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت لري او د ناحیو برابرې پراختیا ته په کتو پلې کیږي، چې ورسره به نه یوازې د ځمکې د سر اوبو زیرمه غښتلې شي، په چاپیریالي برخه کې به هم غوره بدلون راولي. دا پروژه به د روان کال په لړ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
په ۲۲ مه ناحیه کې په تیږو د سړکو فرش پروژې چارې بیا پیل شوې
17 جوزا 1401