د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مینې د نښلوونکي سړک چارې پیل شوې

22 جوزا 1401

د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مینې د نښلوونکي سړک کار چې قلعه وزیر له شیرولي وردګ واټ نښلوي، نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د سیمې د مشرانو په ګډون پیل شو. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې د ماسټر پلان له مخې د اوبو د لښتیو او پلو لارو په ګډون د یاد سړک چارې د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره پراخوالي پیل شوې.  د یاد سړک په جوړیدو ټولټال ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکول کیږي. د دې سړک په جوړیدو سره به له یوه لوري د سیمې د خلکو چاپیریالي ستونزې حل شي او له یاد سړک په ګټې اخیستنې سره به په ترانسپورټي برخه کې غوره آسانتیاوې رامنځته شي. سړکونه د ښارونو اصلي سوداګریز رګونه بلل کیږي؛ له دې کبله کابل ښاروالي پلان لري په کابل ښار کې نور بنسټیز او مهم سړکونه هم د ښاري ودې په موخه ورغوي. تاسو به په راتلونکې کې هم د داسې نورو د سړک جوړولو پروژې شاهدان و اوسئ.