د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د اوبو له لښتیو د اوسپنیز پوښ غلا لویه ښاري سرغړونه ده!

21 جوزا 1401

لیدل کیږي چې له څه مودې راپدیخوا یو شمیر فرصت غوښتونکي او لنډغر په کابل ښار کې د اوبو د لښتیو له سر اوسپنیزې جالۍ یا پوښ غلا کوي او تر اوسه یې دا کار په بیلابیلو ناحیو کې ترسره کړی دی. په دې توګه یادو کسانو ته ۱۰ ورځې وخت ورکول کیږي، څو هر ډول د اوبو د لښتیو اوسپنیزې جالۍ او پوښ که ورسره وي، کابل ښاروالۍ یا اړوند ناحیې ته وسپاري، له دې پرته دغه جالۍ چې یوازې په دولتي پروژو کې کارول کیږي بل ځای د کارولو وړ نه دي. د یادو جالیو په ثابته توګه ساتل او یا ټوټه کول لویه ښاري سرغړونه بلل کیږي او سرغړونکي به تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي. دا چې کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه څيړي، په دې برخه کې د ښاریانو او امنیتي سرتیرو مرستې ته هم جدي اړتیا لري. له ټولو ښاریانو په درنښت غوښتنه کیږي، څو د داسې سرغړونو لیدلو او یاد پیر او پلور پر وخت کابل ښاروالۍ ته خبر وکړي او خپل دیني او اخلاقي مسئولیت ادا کړي. د داسې پیښو لکه د فلزي جالیو او پوښ د غلا، ویجاړولو او پلورلو سرغړونکي د ښار جوړولو او ځمکو قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې له موادو سره سم، مجبور دي چې د توکو اصلي بڼې ته په کتو څلور چند جریمه ورکړي.